په وادي تیرا میدان کې د لوبو سهولتونه ورکوو،د لوبو میدانونه جوړوو: ډایریکټر سپورټس

0
229

باغی ټي وي رپورټ
د ډائريکټر سپورټس په ځانګړې لارښوونه د ضلعي سپورټس افسر راهد ګل ملاګوري د انجنئيرنګ ونګ افسرانو سره د وادي تیرا ميدان باغ دوره اوکړه۔
د ضلعی سپورټس افسر راهد ګل ملاګوری او د انجینرنګ ونګ چارواکو د تیرا میدان د نوی سټیډیم د کار د زر ترزره شروع کولو او په خپل وخت مکمل کولو لپاره د پورته کړیو ګامونو جاج واخست او وروسته ئي د روان سپورټس منصوبی معاینه هم وکړه. ډي ډي سپورټس، ډي ايس او خيبر اينډ انجينيرنګ ونګ د APRD کاري پلان په اړه بريفنګ ورکړو او د هر فعاليت مهالوېش يې هم شريک کړ. په دې موقع د لوبو څانګې اهلکارو او افسرانو ځوانانو او لوبغاړو ته د هر ډول ممکنه همکارۍ ډاډ ورکړو.

Leave a reply