ریسکیو ۱۱۲۲ د مال ډک یوه لویه لارې د زیات زیان څخه وژغورله

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر ریسکیو ټیم په وخت کاروایی کړې ،خپله ذمه واري ی په ډیر چمتووالي کړي او د پیښور نه افغانستان ته روان بار وړونکی ګاړې ی د لوی نقصان نه بچ کړې دې.
د تفصیلاتو ترمخې د جمرود په ټيډي بازار سره نزدې په پیښور او تورخم لویه لار افغانستان ته تلونکي ټرک ټیرونو باندې اور لګيدلې وو۔
د راپور ترلاسه کولو سره سم د ریسکیو 1122 کنټرول روم اور وژونکېې ټیم او لارې د پېښې ځای ته ورغلل او اور یې په ډیر بریالي توب سره مړ کړ.
د سرچنیو ترمخه په ګاړي یو د کروړونو روپو مال بار او د بار وړونکې ګاړي مالک او د مال سوداګر ی د لوی زیان څخه وژغورل.






