د پاکستان لومړي وزیر پر نړۍوالو غږ کړی چې د افغانستان ژغورلو لپاره لاس پکار شي 

0
73

د پاکستان لومړي وزیر پر نړۍوالو غږ کړی چې د افغانستان ژغورلو لپاره لاس پکار شي 

چینایي لوري هم ویلي چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کړې دي او له دغه هېواد سره ښې اړیکې غواړي.

عمران خان چین ته په سفر تللی دی او ټاکل شوې چې له چینايي چارواکو سره د پاکستان او چین پر اړیکو بحثونه او لیده کاته هم ولري.

 

(2022 / 2 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)

بشبړ راپور 

عمران خان یو ځل بیا ویلي چې د سیمې هېوادونه دې د افغانستان د ژغورنې لپاره هڅه وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په بیجینګ کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره کتلي او د افغانستان پر مسئله یې خبرې کړې دي.

عمران خان ویلي چې افغانستان په ناوړه بشري وضعیت کې دی او د سیمې د هېوادونو مسوولیت دی چې ددغه هېواد د ژغورلو په برخه کې لاس په کار شي.

چینایي لوري هم ویلي چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کړې دي او له دغه هېواد سره ښې اړیکې غواړي.

عمران خان چین ته په سفر تللی دی او ټاکل شوې چې له چینايي چارواکو سره د پاکستان او چین پر اړیکو بحثونه او لیده کاته هم ولري

Leave a reply