ترکیې د مسکو او اوکراین تر منځ د خبرو وړاندیز کړی دی 

0
88

ترکیې د مسکو او اوکراین تر منځ د خبرو وړاندیز کړی دی 

د اوکراین ولسمشر د اردوغان د هلو ځلو مننه کړې او ټېنګار یې کړی چې چمتو دی په اوکراین کې د سولې راوستلو لپاره په ټولو برخو او مرحلو کې له هر امکان څخه کار واخلي.

 

(2022 / 2 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په داسې حال کې چې لویدیځ په اوکراین د روسیې د ممکنه برید د اندېښنې کمولو په اړه خپل اقدامات زیات کړي،‌ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان کیف ته د سفر په مهال د اوکراین او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو وړاندیز کړی دی.

اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولادي میر زیلینسکي سره په ملاقات کې د مسکو او کیف ترمنځ د سولې خبرو وړاندیز او په دې اړه یې بیا تاکید کړی دی.

اردوغان هڅه کوي چې له پوتین سره د خپلو ځانګړو اړیکو له لارې او د کیف سره د قوي همکارۍ لپاره د سولې خبرې برابرې کړي.

د اوکراین ولسمشر د اردوغان د هلو ځلو مننه کړې او ټېنګار یې کړی چې چمتو دی په اوکراین کې د سولې راوستلو لپاره په ټولو برخو او مرحلو کې له هر امکان څخه کار واخلي.

اړوند موضوعات: 

د اوکراین وروستی وضعت ؛ امریکا ویلي چې سیمې ته به ۳ زره عسکر ولېږي

ترکیه دا وړاندیز داسې مهال کوي چې مسکو کیف ته د ترکیې له لوري د جنګي بي پیلوټه الوتکو د ورکولو له کبله په انقرې باندې په غوصه دی.

ترکیې او اوکراین پرون د بي پیلوټه الوتکو د تولید د زیاتولو یو بل تازه تړون هم لاسلیک کړ.

Leave a reply