بلوڅ بېلتون پالو پر پوځ بریدونه ډېر کړي دي 

0
164

بلوڅ بېلتون پالو پر پوځ بریدونه ډېر کړي دي 

خو د پاکستان د پوځ یو جګپوړي غړي دا ادعا درواغ بللې. بلوڅ بیلتون غوښتونکو په دې تیرو څو اوونیو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی.

 

(2022 / 2 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان پوځ ویلي چې په  بلوچستان ایالت کې د نښتو پر مهال اوه سرتیري او ۱۵ بریدګر وژل شوي دي.

د پاکستانیو رسنیو د راپورونو له مخې، د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې په بریدونو کې څلور سرتیري ټپي شوي هم دي.

پاکستان تل په هند تور پورې کوي چې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو سره مرسته کوي خو هندي چارواکو دا تورونه رد کړي دي.

د راپورنو له مخې،  بلوڅانو د آزادۍ پوځ په نامه بیلتون غوښتونکې ډلې ادعا کړې چې په پوځي پوستو بریدونه دوي کړي.

دې ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي چې برید د هغوی د ځان وژنې قطعې کړی او د لسګونو پاکستاني پوځیانو د وژلو ادعا کړې.

دا بریدونه د نوشکي ولسوالۍ کې پر حکومتي ځواکونو شوي، یادې ډلې ادعا کړې چې په دې بریدونو کې  د یو افسر په ګډون پکې لږ تر لږه ۱۰۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي.

خو د پاکستان د پوځ یو جګپوړي غړي دا ادعا درواغ بللې. بلوڅ بیلتون غوښتونکو په دې تیرو څو اوونیو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی.

Leave a reply