قطر او افغان لوري د تخلیې پروازونو پر بیا پيل هوکړه کړې ده

قطر او افغان لوري د تخلیې پروازونو پر بیا پيل هوکړه کړې ده
د تخلیې پروازونه له څو اونیو راهیسې د ځینو اختلافونو له امله په ټپه ولاړ دي او د آل ثاني د وروستیو څرګندونو په اړه هم تر دې دمه د افغانستان نوي حکومت غبرګون نه دی ښوودلی.
(2022 / 2 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په واشنګټن کې امریکایي خبریالانو ته ویلي، دوی د افغانستان له نوي حکومت سره د تخلیې ماموریت پر بیا پيل خبرې کړې دي او په وینا یې هوکړه شوې چې په اونۍ کې به دوه چارټر پروازونه ترسره کېږي.
آل ثاني وایي افغان لوری ټینګار کوي چې یو پرواز باید د آریانا افغان هوايي شرکت له لوري ترسره شي، چې دا خبرې لا نهایي شوې نه دي، خو دواړه لوري پایلې ته نږدې دي.
آل ثاني وایي په دې سره امریکا او نور هېوادونه کول شي په اونۍ کې د دوو پروازونو له لارې خپل وګړي او همکاران له افغانستان وباسي.
د تخلیې پروازونه له څو اونیو راهیسې د ځینو اختلافونو له امله په ټپه ولاړ دي او د آل ثاني د وروستیو څرګندونو په اړه هم تر دې دمه د افغانستان نوي حکومت غبرګون نه دی ښوودلی.






