آیی جي د هغه ځای دوره کړې چرته چې پادري وژل شوې وو

0
163

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل معظم جاه انصاري نن په پیښور کې د رنګ روډ هغه ځای معاينه وکړه چرته چې د کليسا يو پادري وليم سراج د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو وژل شوی وو.
د پولیسو له خوا په جاري شوي یو بیان کې ویل شوي چې آیی جي پیښور سره د پوليس افسر عباس احسن، ايس ايس پي انوېسټيګيشن شهزاد، کوکب فاروق او نور پوليس چارواکي هم موجود وو.
په دې موقع د پيښور د کيپيټل سټي پوليس افسر آئي جي پي ته د ملزمانو په ضد ممکنه کاروائي او د پيښي نه پس د ثبوتونو راغونډولو په اړه بريفنګ ورکړو۔

Leave a reply