میرشکیل الرحمان لاهور عدالت څخه بري کړې شو

0
219

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور احتساب عدالت د شخصي جايداد مقدمه کښې د ايډيټر ان چيف جنګ او جيو مير شکيل الرحمان په شمول ټول ملزمان په باعزته توګه بري کړي دي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق د احتساب عدالت کښې د نيب چارواکو د مير شکيل الرحمان د بري په درخواست جواب جمع کړے وو او د نيب پراسيکيوټر حارث قريشي هم خپل دلائل مکمل کړي وو۔
تيره ورځ د مير شکيل الرحمان وکيل امجد پرويز د بري په درخواست باندي دلائل مکمل کړي وو۔
امجد پرويز وکيل پخپلو دلائلو کې وئيلي وؤ چې که چرې دقانون مطابق ثبوتونه درست نۀ وي نو مير شکيل الرحمان دې بري کړل شي ځکه چې په ګواهانو کې څه ګواهۍ نشته.
د جیو رپورټ زیاتوي د امجد پرويز دلائل مکمل کیدو نه پس عدالت د ايډيټر ان چيف جنګ او جيو د بري په درخواست فيصله محفوظ کړې وه۔
د احتساب عدالت نن خپله فيصله اورولو سره د جنګ او جيو ايډيټر ان چيف مير شکيل الرحمان په مقدمه کښې په باعزته توګه بري کړے دے۔
محکمې په خپله فيصله کې دا هم ليکلي چې مير شکيل الرحمان د هغه په ضد د لګول شوي تورونو نه بري شوی او په قبضه اخستل شوي شيان مير شکيل الرحمان ته واپس ورکولې شي.

Leave a reply