افغان ځوانانو د فولبرایټ بورسونو پر ځنډ غبرګون ښوودلی دی  

0
174

افغان ځوانانو د فولبرایټ بورسونو پر ځنډ غبرګون ښوودلی دی

فولبرایټ د امریکا مهم تحصیلي بورسونه دي، چې هر کال ورته سلګونه کسان ازموینه ورکوي چې بیا محدود شمېر ځوانان د سختو ازموینو تر تېرولو وروسته د امریکا په معتبرو پوهنتونو کې د زده کړو چانس ترلاسه کوي.

 

(2022 / 1 / 31   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

تر سلو ډېرو هغو ځوانانانو چې د فولبرایټ د بورسیو لپاره انتخاب شوي وو، د امریکا وروستی اقدام غندلی او له دغه هېواد یې غوښتي چې تحصیلي بهیر او سیاست دې نه سره ګډوي.

دوی وایي زیار یې ایستلی او له سختو ازموینو وروسته دې بورسیو ته بریالي شوي، نو له همدې امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په کار ده چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

بلخوا تېره ورځ د یونسیف ادارې هم له امریکا غوښتي وو چې له افغان ځوانانو دې د زده کړو فرصت نه اخلي.

اړوند موضوعات: 

امریکا د افغانستان لپاره د زده کړو ځانګړی پروګرام فولبرایټ لغوه کړه دی

فولبرایټ د امریکا مهم تحصیلي بورسونه دي، چې هر کال ورته سلګونه کسان ازموینه ورکوي چې بیا محدود شمېر ځوانان د سختو ازموینو تر تېرولو وروسته د امریکا په معتبرو پوهنتونو کې د زده کړو چانس ترلاسه کوي.

Leave a reply