امریکا د افغانستان لپاره د زده کړو ځانګړی پروګرام فولبرایټ لغوه کړه دی
امریکا د افغانستان لپاره د زده کړو ځانګړی پروګرام فولبرایټ لغوه کړه دی
فولبرایټ د امریکا د بورسیو تر ټولو مشهور او ستر پروګرام ګڼل کېږي چې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ لسګونه محصیلین د امریکا په معتبرو پوهنتونو کې د زده کړو لپاره معرفي کوي، چې په دې لړ کې له افغانستان هم هر کال ګڼ محصلین امریکا ته د لوړو زده کړو لپاره تلل.
(2022 / 1 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تر میاشتو غور وروسته د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې د راتلونکي کال لپاره د افغانستان برخه فولبرایټ برنامه لغوه کړي.
ټاکل شوې وه چې روان کال شاوخوا ۱۴۰ کسه په شرایطو برابر کسان د فولبرایټ له لارې د لوړو زده کړو په موخه امریکا ته لاړ شي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، سره له دې چې دا خبر ناهیلي کوونکی دی خو روان کال دوی افغان محصلین د زده کړو لپاره نه مني.