روسیه وایي د امریکا وروستی وړاندیز یې په غور مطالعه کړی دی  

0
81

روسیه وایي د امریکا وروستی وړاندیز یې په غور مطالعه کړی دی

تر دې وړاندې امریکا او ناټو د روسیې هغه غوښتنې رد کړې چې ګواکي، ناټو دې د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو کې پرمختګ نه کوي، توغندي دې نه ځای پر ځای کوي او اوکراین ته دې د ناټو دایمي غړیتوب نه ورکوي.

 

(2022 / 1 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دوی د کشمکش د پراختیا غوښتونکي نه دي، نو له همدې امله یې د امریکا نوی وړاندیز په غور مطالعه کړی دی او ژر به یې خپل دریځ په اړه روښانه کړي.

د لاوروف په خبره دوی تمه لري چې مذاکرات پایله ولري او غربي هېوادونه د روسیې غوښتنې ومني.

تر دې وړاندې امریکا او ناټو د روسیې هغه غوښتنې رد کړې چې ګواکي، ناټو دې د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو کې پرمختګ نه کوي، توغندي دې نه ځای پر ځای کوي او اوکراین ته دې د ناټو دایمي غړیتوب نه ورکوي.

بلخوا رسنۍ وایي چې له اوکراین سره پر پوله لا هم زرګونه روسي پوځیان مانورې ترسره کوي او هر ډول غبرګون ته تیار دي.

Leave a reply