د امریکا قضايي اورګانو لۀ بایډن نه غوښتي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمۍ پۀ اړه پرېکړه وکړي 

0
107

د امریکا قضايي اورګانو لۀ بایډن نه غوښتي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمۍ پۀ اړه پرېکړه وکړي 

د راپورونو له مخې د نیویارک د منهاټن د محکمې قاضي سارا نیتبورن د امریکا د عدلیې وزارت ته د فبروري تر ۱۱مې پورې وخت ورکړی، څو د افغانستان د شتمنیو په برخه کې خپلې سپارښتنې ور وسپاري.

 

(2022 / 1 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا یوې محکمې د ولسمشر جو بایډن ادارې ته دوه اوونۍ نور وخت ورکړی چې د افغانستان د کنګل شویو بانکي شتمنیو په اړه پرېکړه وکړي.

د راپورونو له مخې د نیویارک د منهاټن د محکمې قاضي سارا نیتبورن د امریکا د عدلیې وزارت ته د فبروري تر ۱۱مې پورې وخت ورکړی، څو د افغانستان د شتمنیو په برخه کې خپلې سپارښتنې ور وسپاري.

تمه وه چې د امریکا حکومت د افغانستان د دې شتمنۍ په اړه خپلې سپارښتنې پرون سپارلې وای.

اړوند موضوعات: 

 د افغانستان لپاره د م،م پخواني ځانګړي استازي پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي 

د افغانستان بانک دا مالي شتمني د زمري په ۲۴مه نېټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د نیویارک په فدرال بانک کې کنګل شوې.

Leave a reply