وړې افغانې ماشومې د اپریشن نه پس ساه ورکړه
باغي ټي وي رپورټ
یو څو ورځې وړاندې پاکستان ته د علاج او د سر اپریشن لپاره رواړل شوې افغان ماشومې چې عمر ی درې کاله وو، د پیښور په یو روغتون کې ساه ورکړه.
وړه افغانه ماشومه صایمه د مور څخه بغیر پاکستان ته رواړل شوه، مور سره ی د پاکستان ویزه نه وه او بیا ضلع خیبر او تورخم په پوله د خیرسګالۍ جذبه په توګه د وړې افغان ماشومې صایمه مور ته د پاکستان ویزې پرته اجازت ورکړو چې پاکستان ته راشي.
اسلام بادشاه افریدي چې د خیرښیګړې کارونه کوي وایی چې د ماشومې د سر اپریشن وشو خو بیا ی د اپریشن نه پس حالت خراب شو او مړه شوه، هغه په ټولنیزو رسینو خبر خپور کړې چې وس ی مور د تیرو ۱۰ لسو ساعتو په تورخم پوله انتظار کوي چې افغانستان ته واوړي او خپله لور ننګرهار کې خپل کور ته ورسوي چې خاورو ته ی وسپاري.
هغه په پوله چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د صایمه مور ته دې اجازت ورکړو چې د صایمه مړې د خپل کلي په ادیره کې خاورو ته وسپاري.