زه نه ویریږم، زه د خطرو اخستونکې لوبغاړې یم: ټک ټاک ستورې،حریم شاه
باغي ټي وي رپورټ
ټیک ټاک جینې حریم شاه وايي که زما اکاونټونه منجمد کوې نو دې سره به ثبوت به هم ورکول وی.
په لندن کې د جيو نيوز سره په خبرو کې د سوشل ميډيا ستورې او ټک ټاک جینې حريم شاه وويل چې د اکاونټونو د منجمد کولو خبر د ميډيا له لارې معلوم شوه او هغه تياره ده چې پاکستان ته لاړه شي او د کومې ادارې سره همکاري وکړي.
حریم شاه ویلي چې د پیسو اړوند ویډیو ی په ټوکو سره جوړه کړې او ما هم په خپله غلطي اعتراف کړې، هغه زیاتوي که زما اکاونټونه منجمد کول غواړي نو باید ثبوتونه هم وړاندې کړي.حریم شاه د مرکې په مهال ویلي چې زه خطره اخیستونکی لوبغاړې یم، نه وېرېږم، زما ټول آمدن قانوني دی او ریکارډ یې شفاف دی، هغه زیاتوي چې د د ادارو دنده زمونږ ساتنه ده نه که مونږ دې هغوي و ځوروي.