د امریکا ولسمشر د ا.ا.ا څخه د یړ امریکایي بندي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده 

0
54

د امریکا ولسمشر د ا.ا.ا څخه د یړ امریکایي بندي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده 

هغه د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو مسئله هم ددې کس له خوشي کولو سره تړلې ده. بلخوا بایډن امریکايي وګړو ته ډاډ ورکړی چې د دوی خپلوان او دوستان که په هر هېواد کې بندي او برمته وي د خلاصون لپاره یې هڅې کېږي.

(2022 / 1 / 31   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

بایډن له نوي افغان حکومت د یوه بندي امریکايي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بايډن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان نوی حکومت د رسمیت پېژندلو آرمان لري، نو باید مارک فریچرز ازاد کړي ځکه دا مسئله د مذاکرې وړ نه ده.

بایډن وايي هغه یو متقاعد امریکايي وګړی دی، چې په تېرو لسو کلونو کې یې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي دي. دده په وینا طالبان حق نه لري چې بېګناه او ملکي وګړي برمته کړي.

امریکايي حکومت وایي چې مارک په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې تښتول شوی دی او له طا لبانو سره بندي دی.

Leave a reply