متقي: نړۍواله ټولنه لۀ ټولشموله حکومتع تعریف نلري؛ دوی دا بهانې نیسي 

0
159

متقي: نړۍواله ټولنه لۀ ټولشموله حکومتع تعریف نلري؛ دوی دا بهانې نیسي 

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولاسون د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د ټول شموله حکومت تعریف د نړیوالې ټولنې مسوولیت نه دی.

 

(2022 / 1/ 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د نړیوالې ټولنې غوښتنه د ټول شموله حکومت لپاره “بهانه” بللې ده.

امیر خان متقي ویلي چې نړیواله ټولنه د ټول شموله حکومت تعریف نه لري او نه یې بېلګه شته. نوموړي ټینګار کړی چې د نړیوالې ټولنې دغه غوښتنه یوه بهانه ده.

د ده په خبره په اوسني حکومت کې د ټولو قومونو استازي شته.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولاسون د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د ټول شموله حکومت تعریف د نړیوالې ټولنې مسوولیت نه دی.

نیکلاسون وویل دا د افغانانو دنده ده چې د یوې رڼې پروسې له لارې ټول شموله حکومت جوړ کړي.

Leave a reply