ایران وايي چې د افغان کډوالو د ساتنې توان پردې هېواد د امریکا د بندیزونو له کبله له لاسه ورکوي

ایران وايي چې د افغان کډوالو د ساتنې توان پردې هېواد د امریکا د بندیزونو له کبله له لاسه ورکوي
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې تخت روانچي ویلي، که نړیواله ټولنه په ایران کې له ډېره افغان کډوالو سره د پام وړ او پر وخت مرستې ونه کړي نو تهران به په یوازې ځان له هغوی سره د مرستې د دوام توان نه لري.
(2022 / 1 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایراني رسنیو پرون په ملګروملتونو کې د ایران د سفیر او دایمي استازي مجید تخت روانچي له قوله خبر ورکړ چې نوموړي د امنیت شورا غونډې ته ویلي، ایران له زرګونه افغان کډوالو سره چې هره ورځ د دې هېواد قلمرو ته ننوځي لازمې مرستې کوي خو دی زیاتوي چې د امریکا د بندیزونو په نتیجه کې د ایران مالي سرچینې محدودېږي.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې تخت روانچي ویلي، که نړیواله ټولنه په ایران کې له ډېره افغان کډوالو سره د پام وړ او پر وخت مرستې ونه کړي نو تهران به په یوازې ځان له هغوی سره د مرستې د دوام توان نه لري.
اړوند موضوعات:
برېټانیا له ایران سره د افغان کډوالو لپاره ۲۰۷ میلونه ډالره مرسته اعلان کړه
د راپور له مخې په ملګروملتونو کې د ایران سفیر له نړیوالې ټولنې او په خاص ډول مرستندویو هېوادونو وغوښتل چې پر خپلو مکلفیتونو عمل وکړي او د افغان کډوالو لپاره نوري او اضافي مالي مرستې ځانګړې کړي.