د پي ټي آیی مشرانو پیښور او تورخم لویه لار بنده کړې

0
127

باغي ټي وي رپورټ
د خېبر جمرود ضلعې د بلدیاتي ټاکنو د پي ټي آيی ګوند امیدوار صديق آفريدي او نورو کارکنانو د لنډي کوتل پوليس د نامناسب رويیی په ضد احتجاجي مظاهره وکړه او د پيښور او تورخم لويه لار ی د هر قسمه ټريفک لپاره بنده کړه.
د پاکستان تحريک انصاف مشرانو او کارکنانو وئيلي دي چي که چيري ئي غوښتنې ی و نه وي منل شوې نو د لنډي کوتل پاک افغان لويه لار به بنده وي.
د لنډیکوتل پولیس وایی چې دوی خپله ذمه واري ترسره کړه او د صدیق افریدی د ګاړی د تورو شیشو څخه ی تور کاغذ لرې کړو چې دا ددوی قانونی مسولیت وو. پولیس وایی دوی هیڅ کومه بده رویه نه ده کړې .
د لنډي کوتل مذاکرات کامیاب شوي د پاک افغان لویه لار د هر قسمه ټریفک مقامي ذرائعو لپاره پرانستل شوه.

د پاکستان تحریک انصاف د لنډی کوتل عظمت علی شینواری, د جماعت اسلامي سید مقتدار شاه اپریدي او د لنډیکوتل فلاحي تنظیم مشر اختر علي شينواري د پاکستان تحريک انصاف ګوند له مشرانو او کارکنانو سره تر برياليو خبرو اترو وروسته د پاک افغان لويه لار د هر ډول ټریفک پرمخ پرانستله .

Leave a reply