نن په سپریم کورټ کې د فاټا د انضمام په ضد د مقدمې اوریدنه شوې

0
135

باغي ټي وي رپورټ
د فاټا انضمام خلاف د مقدمې اورېدنه نن په پایه تخت اسلام آباد په سپريم کورټ کې وشوه. د دواړه اړخونو غړي په دي اوریدنه کې موجود وو.
د فاټا قومي جرګې د سرچینو مطابق په نننۍ اورېدنه کې د محکمې څرګندونې او مشاهدې ډېرې هڅونکې او د خوښۍ وړ وې. د اورېدنې پر مهال د دواړو خواوو وکيلانو خپل دلائل وړاندې کړل.
د قبايلي وکيلانو وسيم سجاد او خواجه حارث، د صوبه سرحد لخوا اډوکيټ جنرل شمائل بټ او د وفاق لخوا اټارني جنرل دلائل وړاندې کړل.
د پاکستان د اساسي قانون د لومړۍ مادې 3 فرعي مادې او د پاکستان د اساسي قانون د 247 مادې 6 فرعي ماده باندی ډیر بحث وشو.

Leave a reply