کور کمانډر پيښور ليفټننټ جنرل فيض حميد قبایلي مشرانو سره مهمه جرګه کړې

0
156

باغي ټي وي رپورټ
کور کمانډر پيښور ليفټننټ جنرل فيض حميد د محسود قبائلي مشرانو، اسمبلۍ غړو، ځوانانو او خبريالانو سره مهمخ جرګه کړي ده

د کور کمانډر پيښور ليفټننټ جنرل فيض حميد په ټانک کښي کيپټن سکندر شهيد قلعه کښي د دره محسود قبائيلو سره يوه جرګه وکړه , په جرګه کې د پارلمان غړیو, د محسود پريس کلب خبریالانو، مشرانو، ځوانانو اوکړو۔
په دې موقع په جنوبي وزيرستان كښې امن و امان، بې روزګارۍ، بې دركه كسانو او نورو مهمو مسلو او ستونزو په اړه ټینګار وشو او ددې ستونزو د هواریدو لپاره په تګ لاره خبرې وشوې.
کور کمانډر پیښور له قومي مشرانو، د ولسي جرګې له غړو، ځوانانو او خبریالانو سره جلا جلا ناستې وکړې.
هغه د محسود قوم مشرانو ته باور ورکړو چې ددوی ستونزې خاص په پام کې دي او ددې ستونزو ړ هوارولو لپاره به په ګډه ګامونه پورته کړي .

Leave a reply