د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر رسنیو ته پۀ خبرو کې ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره یې د دوه اړخیزو اړیکو پۀ اړه مفصلې خبرې کړي

متقي دغه راز ناروې ته وروستی سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی. نوموړي ویلي چې د یادې ناستې په څنډه کې یې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره ګټورې لیدنې کړې دي او پایلو ته یې هیله شته.
(2022 / 1 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي له اسلو څخه تر راګرځېدو وروسته په کابل کې ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو مفصلې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې ده چې له هغه سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې، اقتصاد، بشري مرستو، ترانزیټ او سوداګرۍ اوږدې خبرې کړې دي.