یو اوکرایني عسکر خپل پنځه ملګري پۀ ډزو وژلي دي

0
170

یو اوکرایني عسکر خپل پنځه ملګري پۀ ډزو وژلي دي 

د اوکراین په دنیپرو سیمه کې د توغندویي تجهیزاتو په یوه کارخانه کې د نمایش پر مهال یو سرتېري د نامعلومو دلایلو له مخې پر خپلو همکارانو ډزې کړې دي او لسو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

 

(2022 / 1 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین په دنیپرو سیمه کې د توغندویي تجهیزاتو په یوه کارخانه کې د نمایش پر مهال یو سرتېري د نامعلومو دلایلو له مخې پر خپلو همکارانو ډزې کړې دي او لسو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په دې پېښه کې لږ تر لږه پنځه عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

اوکرایني چارواکو ویلي چې برید کوونکي عسکر د پېښې له ځایه پښې سپکې کړې دي او پولیسو یې د نیونې لپاره د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

چارواکي وایي چې د تښتېدلي عسکر ذهني توازن ښه خو دا چې د پېښې اصلي لامل څه دی د قاتل تر نیولو وروسته به مالوم شي.

Leave a reply