پیښور کې د پولیو رنځ د مخنیوي په اړه مهمه غونډه شوې

0
235

باغي ټي وي رپورټ
دپوليو رنځ د مخنيوي په اړه يوه مهمه غونډه دپيښور ډپټي کمشنر کيپټن (ر) خالد محمود په مشرۍ کې وشوه
په دې مهمه غونډه کې ايډيشنل ډپټي کمشنر ميډم ګل بانو، ايډيشنل ډپټي کمشنر (ريليف) محمد عمران خان، انتظامي افسرانو او د صحت محکمي چارواکو او نورو اړوند افسرانو برخه واخسته.
په غونډه کې د پولیو ضد کمپاین په اړه تفصیلي خبرې وشوې او د پولیو کمپاین کامیابولو په اړه ګټورې خبرې وشوې.

د پيښور د انتظامیی له لوري جاری شوی یو بیان کې ویل شوې چې د پنجشنبې په ورځ د پېښور په بېلا بېلو برخو کې د پوليو ضد ټيمونو سره د ضلعي انتظاميې افسران او اهلکار کور په کور ورغلل او مور پلار ی و هڅول چې خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکړي چې دې رنځ څخه خپل ماشومان وژغوري .

Leave a reply