اردوغان: ژر به د اسرائیلو ولسمشر ترکیې ته سفر وکړي 

0
142

اردوغان: ژر به د اسرائیلو ولسمشر ترکیې ته سفر وکړي 

نوموړي نن په خپله ټلویزیوني وینا کې ویلي چې ډېر ژر به د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ ترکیې ته سفر وکړي او په دې سفر سره به د دوه اړخیزو اړیکو یو نوی باب پرانیستل شي.

 

(2022 / 1 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په نږدې راتلونکي کې ترکیې ته د اسراییل د ولسمشر اسحاق هرتزوګ د سفر خبر ورکړی دی.

نوموړي نن په خپله ټلویزیوني وینا کې ویلي چې ډېر ژر به د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوګ ترکیې ته سفر وکړي او په دې سفر سره به د دوه اړخیزو اړیکو یو نوی باب پرانیستل شي.

هغه ټینګار کړی دی چې دوی له اسراییل سره د ګاز په ګډون په ټولو برخو کې بشپړې همکارۍ ته چمتو دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې اسحاق هرتزوګ هم ترکیې ته د خپل راتلونکي سفر د پایلو په اړه هیله مندي ښکاره کړې وه.

Leave a reply