سینیټر تاج محمد آفریدی د خبریالانو ستاینه کړې ده

0
140

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر پخوانی سینیټر او مشر الحاج تاج محمد افریدي د چهارشنبې په ورځ یوې دستورې ته په وینا کې ویلي دي چې خبریالان د ملت سترګې دي او تل یې د هیواد په سیاست او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.

نوموړي دا خبرې پرون په لنډي كوتل پريس كلب د نوې ټاكل شوې كابينې د سوګند پورته كولو دستورې ته په وېنا كښې وكړې۔تاج محمد ووئيل په هېواد كښې امن لپاره خبريالانو قربانۍ وركړې او بې شمېره زيانونه يې زغملي دي۔

تاج محمد د لنډيکوټل د خبريالانو ستاينه وکړه او ويې ويل چې له ډېرو ستونزو سره سره د لندې کوټل په يوه کرايي ودانۍ کې خپله دنده ترسره کوي. هغه وويل، چې د پريس کلب د جوړېدو موضوع به له اړوند ادارې سره شريکه کړي چې د پریس کلب ودانې زر تعمیر شي .له دې وړاندې پخواني سينيټر د لنډي کوتل پريس کلب نوي منتخب شوي صدر محراب شاه آفريدي او د هغه د کابينې نه سوګند پورته کړو.

Leave a reply