پخواني ولسمشر د م،م لۀ ځانګړې استازې سره لیدلي دي
پخواني ولسمشر د م،م لۀ ځانګړې استازې سره لیدلي دي
د یادونې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي تر دې وړاندې هم په یوه مرکه کې ویلي وو چې د راتلونکي کال په پیل کې د نجونو او هلکانو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل کېدل د افغانانو لومړۍ او اساسي غوښتنه ده او دوی دا حق غواړي.
(2022 / 1 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي کال په پیل کې د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی.
نوموړي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره په لیدنه کې د هېواد پر روانو حالاتو د خبرو اترو تر څنګ په راتلونکي پسرلي کې ښوونځیو ته د نجونو د بیا تګ سربېره د هېواد د مسلکي ځوانانو پر ګمارنه هم کلک ټینګار کړی دی.