وزیر اعلی د هنګو ترهګریز برید نوټس اخستې

0
122

باغي ټي وي رپورټ
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان نن د هنګو.ګرګري سیمه کې د تیلو په کوهي ترهګریز برید په کلکه غندلې دې.

وزيراعلي پوليسو ته هدايات کړي چې د کمپنۍ د تښتول شوي سپروائزر د برامد کولو او ازادولو لپاره دې په وخت ګامونه پورته کړي.
وزيراعلي د تښتول شوي سپروائزر په سلامتيا برامد کولو لپاره د نيکو هيلو څرګندونه کړي ده۔
وزيراعلي په بريد كښې د يو سيكورټي اهلكار په شهادت خواشيني څرګنده كړه او د شهيد شوی د كورني سرهی د غمرازۍ څرګندونه کړې ده.
وزيراعلي پوليسو ته هدايات جاري کړي چې په صوبه کې د تيلو کمپنيو امنيت باوري او خوندي کړي .
محمود خان وايي، په راتلونکي کې دې د داسې ناوړه پېښو د مخنيوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي

Leave a reply