شمالي کوریا تازه دوه نور توغندي ازمویلي دي

شمالي کوریا تازه دوه نور توغندي ازمویلي دي
تر دې اونۍ وړاندې هم شمالي کوریا بالستیک توغندي ازمویلي وو، چې د امریکا او ملګرو ملتونو د امنیت شورا غبرګون یې پارولی و.
امریکا وایي د شمالي کوریا د ورته کړنو دوام به پر دغه هېواد نور اقتصادي فشارونه هم رامنځ ته کړي.
(2022 / 1 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د جنوبي کوریا نظامي مسوولینو ویلي چې شمالي کوریا تازه په تازه دوه توغندي ازمویلي دي، خو د مشخصاتو او څرنګوالي په اړه یې تر دې دمه معلومات نشته دي.
د جنوبي کوریا چارواکي همدا راز اندېښنه ښيي چې د شمالي کوریا ورته اقدامات به په سیمه کې نارامي رامنځ ته کړي.
اړوند موضوعات:
جنوبي کوریا: شمالي کوریا د امریکا بندیزونو ته پۀ غبرګون کې بل توغندی هم آزمویلی دی