م،م کې د افغانستان دایمي استازي ویلي چې د پخوانیو فاسدو چارواکو بانکي حسابونه باید وتړل شي

0
168

م،م کې د افغانستان دایمي استازي ویلي چې د پخوانیو فاسدو چارواکو بانکي حسابونه باید وتړل شي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته لرله، چې په هغه کې یې پر بشردوستانه مرستو او له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو پر نوو لارو چارو خبرې وکړې.

 

(2022 / 1 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي، چې باید د فاسدو افغان چارواکو شتمنۍ مصادره شي.

نصیر احمد فایق چې د ملګرو متلونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې یې خبرې کولې ویلي، ملګري ملتونه دې د هغو پخوانیو افغان چارواکو شتمنۍ مصادره کړي چې د نړیوالو د مرستو په برخه کې په اختلاس تورن دي او فساد یې کړی دی.

د ده په وینا د یادو کسانو بانکي حسابونه دې وتړل شي او شتمنۍ یې دې د افغانستان بانکي حسابونو ته ولېږدول شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته لرله، چې په هغه کې یې پر بشردوستانه مرستو او له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو پر نوو لارو چارو خبرې وکړې.

Leave a reply