افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر: افغانستان ته یوازې د بشري مرستو رسول کافي نه دي
افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر: افغانستان ته یوازې د بشري مرستو رسول کافي نه دي
کنینګهم ټینګار کوي چې ښايي نړیواله ټولنه په دومره اسانۍ د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده نه کړي، ځکه تر دې دمه لا هم پراخې اندېښنې د ګڼو مسایلو په اړه موجودې دي.
(2022 / 1 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر جیمز کنینګهم په یوه تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې یوه پراخ سیاسي حل ته اړتیا ده.
د ده په خبره په افغانستان کې یوازې بشردوستانه مرستې او پر دې برخه تمرکز کول کافي نه دي، بلکې دلته د میلیونونه انسانانو د دایمي ژوند مسئله مطرح ده.
هغه زیاته کړې چې نړیواله ټولنه په تېره امریکا او اروپا باید په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت، دایمي ثبات او افغانانو د حقونو خوندي کولو ته هڅه وکړي.
کنینګهم ټینګار کوي چې ښايي نړیواله ټولنه په دومره اسانۍ د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده نه کړي، ځکه تر دې دمه لا هم پراخې اندېښنې د ګڼو مسایلو په اړه موجودې دي.
کنینګهم ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړي، د افغانانو لاسنیوی دې وکړي خو تر څنګ دې د سیاسي حل لپاره فرصت برابر کړي.