جنوبي کوریا: شمالي کوریا د امریکا بندیزونو ته پۀ غبرګون کې بل توغندی هم آزمویلی دی
جنوبي کوریا: شمالي کوریا د امریکا بندیزونو ته پۀ غبرګون کې بل توغندی هم آزمویلی دی
د یادونې ده چې د شمالي کوریا د وروستۍ توغندویي ازموینې وروسته امریکا پر یاد هېواد تازه بندیزونه ولګول خو شمالي کوریا یې غبرګون کې بل توغندی وازمایه.
( 2022 / 1 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د جنوبي کوریا چارواکو ویلي چې شمالي کوریا د امریکا د بندیزونو د غندني په توګه پرون یو بل توغندی ازمویلی دی.
د جنوبي کوریا ستر درستیز د شمالي کوریا له لوري د یو نوي توغندي توغول تایید کړي دي او زیاته کړې یې ده چې دا په یوه میاشت کې د شمالي کوریا د توغندي ازمویلو دویمه تجربه ده.
په همدې حال کې د جاپان ساحلي ګارد هم تایید کړې ده چې شمالي کوریا توغندی ازمویلی دی خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
اړوند موضوعات:
امریکا شمالي کوریا ته تر اخطار وروسته پۀ یاد هېواد بندیزونه ولګول
د یادونې ده چې د شمالي کوریا د وروستۍ توغندویي ازموینې وروسته امریکا پر یاد هېواد تازه بندیزونه ولګول خو شمالي کوریا یې غبرګون کې بل توغندی وازمایه.