نیویارک ټایمز پخپله سرلیکنه کې پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان د بحران د ختمېدو پۀ خاطر دې د یاد هېواد کنګل شوې شتمني آزاده کړي
نیویارک ټایمز پخپله سرلیکنه کې پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان د بحران د ختمېدو پۀ خاطر دې د یاد هېواد کنګل شوې شتمني آزاده کړي
نیویارک ټایمز دا هم وایي چې د امریکا له اجازې پرته له افغانستان سره هېڅ هېواد اقتصادي او بنسټیزې مرستې نه کوي، نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې خپل دریځ بدل کړي او د ماتې غچ دې په دې ډول کړنو نه اخلي.
(2022 / 1 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا دې د افغانانو کنګل شوې شتمۍ ازادې کړي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او د شتمنیو د کنګل کېدو له امله پر رامنځ ته شوي بحران خبرې کړې دي.
سرچینه کاږي امریکا دې د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او اجازه دې نه ورکوي چې دلته رامنځ ته شوی بشري ناورین ورځ تر بلې پراخ شي.
په لیکنه کې راځي چې په افغانستان کې ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شوي، ژمي ژوند سخت کړی دی، خلک له بېکارۍ او لوږې سره مخ دي نو که امریکا پر خپل دريځ ولاړه وي دلته به ستر بشري ناورین لا پراخ شي.
اړوند موضوعات:
د امریکا کانګریس یو شمېر غړو له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي