اوکراین: که امریکا پۀ اوکراین کې پۀ جګړه کې ناکامه شي؛ جګړه به یې لمن وسوځوي
اوکراین: که امریکا پۀ اوکراین کې پۀ جګړه کې ناکامه شي؛ جګړه به یې لمن وسوځوي
سي ان ان د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر دمیترو کولبا له خولې راپور ورکړی دی چې د اوکراین جګړه به نه یوازې د امریکا مخالفین وځپي بلکې امریکا به یې هم تر زیانونو لاندې پورته نه شي. هغه ویلي، دوی روسیې ته هم خپل پیغام لري او هغه دا دی چې یاد هېواد باید د اوکراین په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي او له دې وروسته دې د دغه هېواد خپلواکي ته درناوی ولري.
(2022 / 1 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په داسې حال کې چې ناټو او امریکا پر روسیې د فشارونو له امله د اوکراین پر بل شوي اور تېل شیندي د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې که چېرته اوکراین کې جګړه ونښلي او امریکا ناکامه شي نو دا اور به یې لمن وسوځوي.
هغه ټینګار کړی دی چې واشنګټن باید دا هېره نه کړي چې دوی اوس له یو بېل هېواد سره مخ دي او که چېرته د اوکراین مسئله کې پاتې راشي نو بدې پایلې به یې پخپله مشاهده کړي.
سي ان ان د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر دمیترو کولبا له خولې راپور ورکړی دی چې د اوکراین جګړه به نه یوازې د امریکا مخالفین وځپي بلکې امریکا به یې هم تر زیانونو لاندې پورته نه شي. هغه ویلي، دوی روسیې ته هم خپل پیغام لري او هغه دا دی چې یاد هېواد باید د اوکراین په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي او له دې وروسته دې د دغه هېواد خپلواکي ته درناوی ولري.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې غربي هېوادونو په وار وار ویلي چې هره شیبه امکان لري روسیه پر اوکراین برید وکړي.
دوی خپل ډيپلوماټان له اوکراینه ایستلي دي خو اوکرایني چارواکو یې د دې عمل غبرګون کې ویلي چې دا خبرې تر وخت مخکې دي.