روسیه وايي چې امریکا پۀ افغانستان کې ناکامه شوې؛ خو غواړي ځان بریالۍ وښيي 

0
232

روسیه وايي چې امریکا پۀ افغانستان کې ناکامه شوې؛ خو غواړي ځان بریالۍ وښيي 

هغه څرګنده کړې ده چې امریکا اوس هڅه کوي په افغانستان کې د روان کړکېچن وضعیت له مسوولیته ځان وباسي او د افغانستان د بیارغونې لپاره د نورو هېوادونو د اړتیا په اړه څرګندونې کوي.

 

(2022 / 1 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبینزیا ویلي چې په حقیقت کې امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې ده خو اوس غواړي چې په دغه هېواد کې خپله تګلاره بریالۍ وښیي.

نوموړي زیاته کړې ده چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم افغانستان ته تللې وه خو د دوی په حضور کې په دغه هېواد کې ترهګرۍ زور واخیست او د مخدره توکو پر مرکز بدل شو.

هغه څرګنده کړې ده چې امریکا اوس هڅه کوي په افغانستان کې د روان کړکېچن وضعیت له مسوولیته ځان وباسي او د افغانستان د بیارغونې لپاره د نورو هېوادونو د اړتیا په اړه څرګندونې کوي.

نبینزیا ټینګار کړی دی چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پیسې افغانستان ته ولېږل شوې خو ټولې بېرته د امریکا د فاسدو لاسپوڅو په لاس یا امریکا او یا خلیج هېوادونو ته ووتې.

Leave a reply