د امریکا متحده ایالتونو یوې اف ۳۵ ډوله جنګي‌ الوتکې په ارام اقیانوس کې  سقوط کړی

0
153

د امریکا متحده ایالتونو یوې اف ۳۵ ډوله جنګي‌ الوتکې په ارام اقیانوس کې  سقوط کړی

د ټپیانو روغتیایي حالت هم د انديښنې وړ ندی، د پیښې ټپیان د تداوۍ په خاطر د  فیلیپین د مانیلا ښار ته  استول شوي‌ دي، د پيښې په اړه د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه شوې ده.

(2022 / 1/ 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

الوتکه  په سویلي‌ چین سمندر کې په  ( یو اس اس کارل وینسن ) الوتکو انتقالوونکې کښتۍ کې د کیناستو پر مهال سمندر ته لویدلې ده.

په سویلي‌ چین سمندر کې د امریکايي ځواکونو قومندانۍ ویلي‌ دي‌ چې ددوې یوې اف ۳۵ ډوله الوتکې د الوتکو انتقالوونکی کښتۍ کې د کیناستو پر مهال سقوط وکړ.

  د الوتکې پيلوټ روغ رمټ ژغورل شوی دی خو پدې پيښه کې ۷ تنه پرسونل ټپیان شوي‌ دي.

د ټپیانو روغتیایي حالت هم د انديښنې وړ ندی، د پیښې ټپیان د تداوۍ په خاطر د  فیلیپین د مانیلا ښار ته  استول شوي‌ دي، د پيښې په اړه د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه شوې ده.

Leave a reply