پیښور کې د سوداګرو یو پلاوي افغان قونصل جنرل سره لیدنه کړې

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یوسف افریدي په مشرۍ د سوداګرۍ خونې پلاوي په پېښور کې د افغانستان اسلامي امارت له نوي ټاکل شوي قونسل جنرل حافظ محب الله سره د هغه په دفتر کې وکتل.
په ملاقات كښې د پاك افغان اقتصادي صورتحال پشمول د تجارت په برخه كښې د ستونزو د ختمولو لپاره په بېلا بېلو تجويزونو په تفصيل سره خبرې وشوې۔
په دې موقع د خېبر چیمبر آف کامرس او انډسټری ګروپ مشر سید جواد حسین کاظمی، ایګزیکټیو ډائریکټر معین الدین خان، د قبائلی تجارت چیئرمېن کرنل (ر) محمد صدیق آفریدی، ایگزیکٹیو ممبران هارون صابر، حاجی عبداللطیف، واجد علی شینواری او نور سوداګر هم موجود وو. د افغان کونسلګرۍ مسوولين مولوي نورالله، مولوي محمد رضا، عبدالقيوم او شاهدالله هم په دې موقع موجود وو.
د خيبر چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري پلاوي حافظ محب الله ته د چارج په اخستلو مبارکي ورکړه۔






