د ا.ا.ا د عشر او ذکات راټولولو لپاره ځانګړې اداره جوړوي 

0
96

د ا.ا.ا د عشر او ذکات راټولولو لپاره ځانګړې اداره جوړوي 

د یادې غونډې په اړه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه راز په یاده ناسته کې د بشري مرستو د وېش برخه کې پر روڼتیا هم ټینګار شوی دی.

 

(2022 / 1 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان سرپرست حکومت پرون په خپله شلمه غونډه کې د عشر او زکات د راټولو لپاره د ادارې جوړېدو پرېکړه کړې ده.

د یادې غونډې په اړه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه راز په یاده ناسته کې د بشري مرستو د وېش برخه کې پر روڼتیا هم ټینګار شوی دی.

د دغې ادارې جوړېدو پرېکړه پر داسې مهال کېږي چې د چارو یو شمېر شنونکي د مالیې وزارت په موجودیت کې د عشر او زکات ادارې جوړېدل غیر ضروري کار بولي خو یو شمېر نور بیا د دې ادارې جوړېدل د کلیوالي سیمو لپاره ځکه اړین بولي چې په وینا یې په کلیوالي سیمو کې خلک بانکوالي سیستم ته لاسرسی نه لري نو د ځمکو او باغونو له خاوندانو د عشر او زکات راټولو لپاره د داسې یوې ادارې موجودیت لازم دی.

Leave a reply