امریکا لۀ ایران سره مخامخ خبرو ته چمتووالی ښودلی دی 

0
180

امریکا لۀ ایران سره مخامخ خبرو ته چمتووالی ښودلی دی 

هغه یو ځل بیا ایران ملامت کړی چې په خبره یې پر ژمنو عمل نه کوي او ټینګار کوي چې بیا ځلې خبرو ته د راګرځېدو لپاره هم د ۲۰۱۵ میلادي کال تړون کې شویو تعهداتو ته ژمنتیا ډېره مهمه ده.

 

(2022 / 1 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي چې واشنګټن له ایران سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دی.

هغه نن یوې خبري ناستې ته ویلي چې دوی تل له ایران سره پر تعامل ټینګار کړی دی او تل یې ویلي چې که چېرته ایران چمتو وي دوی ورسره فوري مذاکراې ته چمتووالی لري.

هغه یو ځل بیا ایران ملامت کړی چې په خبره یې پر ژمنو عمل نه کوي او ټینګار کوي چې بیا ځلې خبرو ته د راګرځېدو لپاره هم د ۲۰۱۵ میلادي کال تړون کې شویو تعهداتو ته ژمنتیا ډېره مهمه ده.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي چې امریکا تل د مذاکرې وړاندیزونه کوي خو په وینا یې د خبرو د ناکامېدو لامل د امریکا بلند پروازي ده.

Leave a reply