امریکا: لۀ افغانستان نه وتل مو پۀ ګټو ؤ، اوږدمهالې جګړه مو نغوښته

امریکا: لۀ افغانستان نه وتل مو پۀ ګټو ؤ، اوږدمهالې جګړه مو نغوښته
د یادونې ده چې د بایډن اداره له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو برخه کې تر سختو نیوکو لاندې ده او ډېری امریکایي پخواني او اوسني پوځي او سیاسي چارواکي وایي چې بایډن په دې کار سره په سیمه کې خپل رقیبان زړه ور کړل خو بایډن په وار وار د خپلې پرېکړه دفاع کړې ده.
(2022 / 1 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه له تېرې ادارې څخه دوی ته په میراث پاتې وه او دوی یوازې یو بل انتخاب لاره چې هغه اوږدمهاله جګړه وه.
بلینکن د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې له دغه هېواد څخه د ځواکونو وتل په ګټه و ځکه بل انتخاب جګړه وه او جګړه یې ځکه نه غوښته چې نور هیڅ امریکایي د دې ناپایه جګړې دوام نه غوښت.
نوموړي څرګنده کړې ده چې که چېرته دوی په افغانستان کې پاتې شوي وای نو مجبور و ډېر سرتېري یې دغه هېواد ته استولي وای.