د بیسې کرش پلانټ بندیز په اړه یوه مهمه جرګه شوې

باغی ټي وي رپورټ
ډپټي کمشنر خيبر منصور ارشد په یو بیان کې وئيلي دي چي باړه تحصيل کښي د شلوبر بيسې کرش پلانټ بندولو په اړه د ضلعي انتظاميي خيبر تر مشري لاندي باړه تحصيل کښي يوه جرګه شوي ده۔
ډي سي وایی چې د کرش پلانټ څخه بندیز اوچت شوې دې ، پاک افغان لویه لار پرانستل شوي ده او د پولیو کمپاین څخه د بایکاټ فیصله هم واپس اخستل شوي ده.
جرګه کښي ډپټي کمشنر خيبر منصور ارشد، کمانډنټ باړه رائفل کرنل نديم، ضلعي پوليس مشر عمران خان، اسسټنټ کمشنر (باړه) نيک محمد بنګش، د قومي اسمبلۍ غړي اقبال آفريدي، د صوبائي اسمبلۍ غړي شفيق آفريدي او د بیلا بیلو قومونو مشرانو ګډون اوکړو.
د خيبر ضلعي انتظاميي تر مشري لاندي جرګي په متفقه توګه فيصله کړي ده چي د بيسې کرش پلانټ بندولو باندي به لګيدلي بنديز ختم کړے شي، په بیان کې ویل شوي چې ټول زاړه کرشنګ پلانټ به د یوې میاشتې په اوږدو کې د چاپیریال او صنایعو ریاست د وړاندیز شوي قانون او طرزالعمل له مخې ثبت شي .
دې لپاره د ضلعي ادارې، امنیتي ادارو، د کانونو ریاست، د صنعت محکمې او د قومونو له مشرانو څخه یوه کمیټې جوړه شوه چې دا ستونزه هواره کړي او کرش پلانټ رجسټریشن د قانون مطابق ترسره کړي.






