کوهاټ کې په پولیو ټیم برید شوې

0
42

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په جرمه سيمه کښي د پوليو ټيم باندي ډزي شوي دي، جاري شوی یو رپورټ مطابق په دې ډزو کې کوهاټ د پوليسو کانسټيبل حامد په ووژل شول.
د بیان مطابق د کوهاټ د پولیسو کانسټبل د پولیو ټیم لپاره د امنیت په دنده بوخت و چې ناڅاپه وسله والو پرې ډزې پیل کړې، د شهید شوي اهلکار مړې د KDA روغتون ته رسول شوی دي.
د بیان مطابق د برید او ډزو کولو نه پس نامعلوم بریدګر تښتېدلی دې او د کوهاټ د پوليسو له لوري په گڼ شمير کې د لټون عمليات پيل کړې شوي دي.

Leave a reply