پیښور کې د سمارټ لاک ډاون فیصله

file Photo by: AFP
باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې د ځای انتظامیه له طرفه د سمارټ لاک ډاون لګولو فیصله شوې ده.
د ډپټي کمشنر پیښور کیپټن ریټایرډ خالد محمود د دفتر څخه یوه مراسله جاري شوې ده په مراسله د نوي کورنان وایرس د خپریدو له وجهې په ښار کې به سمارټ لاک ډاون ولګي.
په مراسله کې وایی چې د د جنورۍ 24مه مازيګر څلور بجې د صوبې پلازمينې په سيمو کښې د سمارټ لاک ډاون د نافذولو نوټيفيکيشن جاري کړے شوے دے۔
د سمارټ لاک ډاون پرمهال به دې سیمو ته ننوتل او دې سیمو څخه بهر راوتلو باندې بندیز وی. په بیان کې وایی چې د سمارټ ډاون هدف د کورونا د خپریدو مخه نیول دي چې نور وګړي دې رنځ څخه وژغورل شي.
په دغو سیمو کې د کورونا وایرس د رپورټونو له وجې سمارټ لاک ډاون لګول شوی دی، په مراسله کې وایی چې په دې سیمو کې به یوازې خوراکي توکي، درمل، عمومي پلورنځي، تنور او د بیړني خدماتو دوکانونه خلاص وي.
په مراسله کې داسې هم ویل شوي دې چې په دې سیمو په جوماتونو کې به یوازې پنځو کسانو ته د جماعت لمونځ ادا کولو اجازه ورکړل شي.
په سمارټ لاک ډاون کې د حیات آباد، ورسک روډ او د پندو رینګ روډ څه سیمې شاملې دې.






