ټول مافیا ګروپونو د عمران خان په ضد یو ځای شوي دي: علي محمد خان

0
125

باغی ټي وي رپورټ
د پارلیماني چارو وزیرمملک علي محمد خان په یو بیان کې ویلي دي چې وزیراعظم عمران خان د عام پاکستاني وګړو د پرمختګ او ددوی د ژوند لپاره اسانتیاوې پیدا کولو لپاره هڅې کوي.
یو شخصي ټي وي سره په خبرو اترو کې علي محمد خان اوویل چې د عمران خان په ضد ټول مافیا ګروپونو اتحاد کړې دې خو عمران خای ی یواځې مقابله کوي.
د اې پي پي رپورټ مطابق ، هغه اوویل چې د پاكستان مسلم ليګ(ن)او پاكستان پيپلز پارټۍ پخواني حكومتونو د ذاتي ګټو لپاره کار کړي، هغه زیاته کړه چې دوی په هیواد کې مافياز مضبوط کړي چط خپلې ذاتي ګټې ترې واخلي ، هغه اوویل چې موجوده حكومت به په يو صورت هم هغوي ته سر ټېټ نه كړي او ددوی مقابله به کوي.
هغه اوویل چې ووئيل د موجوده حكومت لپاره ګراني يو لويې چېلنج دے خو په ګرانۍ قابو موندلو لپاره هر ممكن اقدامات كېږي او په راروان وخت کې به زمونږ حکومت ګراني قابو کړي او عام پاکستاني وګړي ژوند به ښه شي.
………………………………………………………………

Leave a reply