په پاکستان کې لومړې میرمنه چې د سپریم کورټ د ښځینه قاضي په توګه ټاکل شوې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دوشنبې په ورځ د پاکستان د سترې محکمې د لومړۍ میرمنې قاضي په توګه د ټاکل کیدو لپاره عایشه ملک ته مبارکي ورکړې ده.
په خپل ټويټر پانړه وزيراعظم هم هغې ته خپلې نيکې هيلې وړاندې کړې او په دې مهمه څوکۍ ی ورته مبارکی ورکړې ده.
عمران خان په ټویټ کې ویلي چې زه جسټس عایشه ملک ته د سترې محکمې د لومړۍ ښځینه قاضي په توګه مبارکي وایم. خان زیاته کړې چې زه هغې ته د نورې بریا هیله لرم.






