عمران خان ویلي د اپوزیشن لپاره به نور هم خطرناک شي

باغي ټي وي رپورټ
وزیراعظم عمران خان اپوزیشن ته خبرداری ورکړی چې که حکومت پریږدي نو زه به ډیر خطرناک شم او د اپوزیشن مشرانو ته به د پټیدو ځای په لاس را نه شي.
وزیراعظم عمران خان د اتوار په ورځ د خلكو ټيليفونونه واورېدل او بېلابېلې پوښتنې يې وكړې ، وزيراعظم د اقتصاد او قامي سياست په اړه هم خبرې وكړې۔ نوموړي پر پخواني لومړي وزیر نواز شریف هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې انتظار دې او هغه سره څه ډیل شوې دې چې هغه پاکستان ته یا نن یا سبا راځي.
نوموړي اوویل که حکومت پریږدي نو نور به هم ډیر خطرناک شي، هغه اوویل چې اپوزیشن مشرانو ته به د پټیدو ځای په لاس را نه شي. لومړي وزیر وویل خلک له تاسو سره بهر دې لپاره نه را اووځي ځکه چې تاسو د غلا د بچ کول لپاره بهر راوځۍ.






