صدر پاکستان تعلیمی ادارو ته مهمه لارښوونه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
اولس مشر ډاكټر عارف علوي د ګل په ورځ ټولو تعليمي ادارو ته هدايت وكړو چې د ځوانانو د مهارتونو ودې ته پام وكړي څو هغوي د پرمختګ په لاره روان كړو۔
ډاکټر عارف علوي د دې خيالاتو څرګندونه د اقرا يونيورسټۍ (IU) 19م کانوکیشن ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔
هغه وويل، د زده کړې اساسي برخې بايد د منطقي فکر او ارتباطي مهارتونو وده وي، ترڅو د ځوان نسل استعدادونه روښانه شي، ځکه چې زمونږ د هیواد د ټولې آبادۍ 64٪ سلنه د 30 کلونو څخه کم ځوانان دي.
نوموړي د اقرا پوهنتون د تعلیم په میدان کې ستاينه وکړه او ويې ويل، چې له دې پوهنتون څخه څه باندې ٣٦ زره محصلين فارغ شوي،صدر پاکستان د پوهنتون څخه غوښتنه وکړه چې د دلوړو زده کړو د فارغینو شمېر زيات کړي، هغه زیاته کړه چې ښايي دې لپاره دا پوهنتون د زياتې پانګونې ته اړتيا ولري.






