د وزایراعظم عمران خان یو مهم مشیر د خپلې دندې استعفا ورکړه

باغي ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو او احتساب لپاره د وزیراعظم سلاکار شهزاد اکبر له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
په ټويټر جاري شوي يو بيان کې د وزيراعظم سلاکار شهزاد اکبر د خپلې استعفا پخلی کړی دی او ویلي ی دې چې خپله استعفا يې لومړي وزير عمران خان ته لېږلې او هيله يې څرګنده کړې، چې د عمران خان تر مشرۍ لاندې به د احتساب لړۍ روانه وي.نوموړي وويل، چې له ګوند سره به تړلى پاتې شي او د قانوني ټولنې د غړي په توګه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
سرچينې وائي چې شهزاد اکبر د وزيراعظم د احتساب او کورنو چارو د صلاح کار له دواړو چوکو استعفى ورکړې ده.دسرچينو ترمخه دجنورۍ په 18مه نيټه دکابينې کميټۍ په غونډه کې شيخ رشيد د نواز شريف واپسۍ په اړه پوښتنه راپورته کړې وه چې په اړه يې شهزاد اکبر ویلي وو چې د نواز شریف واپسې مشکله ده.
I have tendered my resignation today to PM as Advisor. I sincerely hope the process of accountability continues under leadership of PM IK as per PTI’s manifesto. I will remain associated with party n keep contributing as member of legal fraternity.
— Mirza Shahzad Akbar (@ShazadAkbar) January 24, 2022





