شاهین شاه آفریدي د سرګار فیلډ سوبرز جایزه وګټله

فایل فوټو: شاهین شاه آفریدي ، د پاکستان کرکټ لوبډلې تکړه لوبغاړي په لنډیکوتل کې د یوې سیالې ګټونکي ټیم ته نغده جایزه ورکوي.
نصیب شاه شینواري
د پاکستان تېز بالر شاهین شاه افریدي د آی سي سي سارګر فیلډ سوبرز ایوارډ ګټلی دی.
شاهین لومړنی پاکستانی لوبغاړی دی چې د سارګر فیلډ سوبرز انعام یې وګاټه.د جیو نیوز رپورټ مطابق شاهین شاه افریدي د ۲۰۲۱ کال په ۳۶ لوبو کې د ۲۲.۲۰ په اوسط سره ۷۸ ویکټې اخیستې، رپورټ زیاتوي چې د خپلې غوره کارکردګۍ له امله ی دا جایزه ترلاسه کړه.په دې موقع شاهین افریدي وویل چې په کال ۲۰۲۱ کې د پاکستان ټیم کارکردګي ډیره ښه وه او پاکستاني لوبغاړو په سیالیو کې ډیره ښه لوبه کړې ده.
د پاکستان او د قبایلي سمیو د لوبغاړو او ځوانانو له اړخه شاهین شاه آفریدي ته په دې ویاړ او جایزه مبارکي ورکړې شوی ده او دا ی د پاکستان او د ضلع خیبر لنډیکوتل د خلقو او سیمې لپاره یو ډیر لوی ویاړ بللې دې چې ددې سیمې یو ځوان او تکړه لوبغاړي د نړۍ دا لویه جایزه وګټله. دا خبره هم د یادونې ده چې د پاکستان د ملي کرکټ لوبډلې تیز او تکړه بالر شاهین شاه آفریدي تعلق د ضلع خیبر تحصیل لنډیکوتل څخه دې.
د یادونې ده چې دې جایزه ګټونکي لوبغاړو کې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کیپر محمود رضوان، د انګلستان لوبډلې مشر جو روټ او د نیوزیلینډ کپتان کین ویلیمسن هم شامل دې.






