این سي او سي د جوماتونو لپاره مراسله جاري کړې

فایل فوټو، نیو یارک ټایمز: په راولپنډۍ کې په یو جومات کې د ایس او پی ترلاندې مونځ ادا کیږي.
باغی ټي وي رپورټ
د این سي او سي(نیشنل کمانډ اینډ اپریشن سنټر،اسلام آباد) له لوري په جوماتونو او د عبادت ځایونو کې د کورونا SOPs پلي کولو لپاره یو لیک او مراسله خپره کړې ده.
اين سي او سي لخوا جاري شوي خط کښې وئيلي شوي دي چې د کورونا صورتحال په باقاعده توګه جائزه اخستل کيږي په کوم صورت کښې به د مناسب صورتحال په نظر کښې نيولو سره د عبادت ځايونو اړوند ايس او پيز جائزه اخستل کيږي۔
د جیو نیوز رپورټ مطابق په مکتوب کې ویل شوي، چې د دیني چارو وزارت دې په جوماتونو کې د کرونا ایس او پيز تطبیق یقیني کړي او دیني عالمان دې په جوماتونو کې د کرونا ایس او پيز په تطبیق کې همکاري وکړي.
په مراسله کې زیاتوي چې د مذهبي چارو وزارت باید د واکسین په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره د عالمانو څخه خدمات هم اوغواړي.






