متحده عربي اماراتو پر ابوظبي د حوثي یاغیانو بریدونه شنډ کړي دي

متحده عربي اماراتو پر ابوظبي د حوثي یاغیانو بریدونه شنډ کړي دي
په وروستیو کې پر اماراتو د حوثي یاغیانو بریدونه ډېر شوي، چې شاوخوا لس ورځې وړاندې برید کې یې د ابوظبي هوايي ډګر په نښه کړی و او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
(2022 / 1 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت وایي چې تازه حوثي یاغیانو پر ابوظبي د بالستیک توغندیو د برید هڅه وکړه، خو دوی بریالي شول چې دغه برید شنډ کړي.
سرچینې ویلي چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی او د توغندیو پاتې شوني هم د ابوظبي نږدې سیمو کې لوېدلي دي. اماراتي چارواکو دغه راز ویلي چې دا برید د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو کړی دی.
اړوند موضوعات:
د متحده عربي اماراتو پر یو هوايي ډګر د حوثي یاغیانو برید سخت غبرګونونه پارولي
په وروستیو کې پر اماراتو د حوثي یاغیانو بریدونه ډېر شوي، چې شاوخوا لس ورځې وړاندې برید کې یې د ابوظبي هوايي ډګر په نښه کړی و او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.






